×

د پروګرام په اړه

مونږ څه کوو؟

مونږ د یو نوي فکري بهیر په پیل کې واقع یو. د افغان انسان د ژوند په تر ټولو مهمو پېښو او پدیدو جدي غور کوو. مونږ فکر کوو او په دې اړوند مطالعات ترسره کوو چې د افغانستان د جګړې تیورۍ وپېژنو، تشخیص یې کړو او د دغه انسان خوړونکي واقعیت اړخونه پرې سم وپېژنو. دلته د افغانستان د جګړې د مطالعاتو په موخه یو اوږدمهال پروګرام پیل شوی. دغه پروګرام د افغان انسان پر ژوند د جګړې اغېزې په هره کچه مطالعه کوي. دلته د جګړې د پېژندلو لپاره منظم او اوږدمهاله څېړنه روانه ده. د دې فرض په منلو سره چې له پېژندو وړاندې هېڅ ډول معقول تدبیر د یوې پېښې په اړوند نه کېږي، هڅه کوو چې د افغانستان جګړه وپېژندل شي. جګړې په افغانستان کې زیات کلونه په پرلپسې توګه تېر کړل. هرو څو کلونو کې یې رنګ او څېره بدله کړه او هر وارې یې په زرګونو انسانان، طبیعت او فرهنګ ته مرګ او تاوانونه ورسول. مونږ په لویه کې د دغې موخې لپاره فرهنګي او فکري مواد وړاندې کوو چې د جګړې د پای ته رسولو آندونه ورسره منځ ته راځي او د دغې بدې پدیدې پرته دخیلو خواو ته د انساني ژوند د ارزښت له مخې بل انتخاب وړاندې کوو. هېڅ انسان د جګړې مستحق نه دی.

د افغانستان جګړه؛

په افغانستان کې شوې جګړه پېژنئ؟ دې جګړې څه را پیښ کړي؟ د مرګ¬ژوبلې په اړه خپرېدونکي ارقام بسنه کوي چې د جګړې اغېزې او ناخوالې درک کړو؟ نه کنه، جګړه دومره نه ده؛ ستاسو پر ژوند، اقتصاد، چلند، کورنۍ، زده کړو، روغتیا، ودې، او پرمختګ باندې د جګړو د اغېزو پر دقیقو ارقامو خبر یاست؟ اصلاً د دې په اړه کله خبرې شوي چې روانه جګړه ولې کېږي؟ افغان ولس ته په دې هکله څومره وضاحت ورکړل شوی چې دوي ولې دغې جګړې ته باید قرباني ورکړي؟ د دې جګړې هستي پېژندونکي موارد کوم دي؟ د جګړې د پېژندنې لپاره له کومه ځایه پیل وکړو؟ په څه وپوهېږو تر څو جګړه وپېژنو او د جګړې د پېژندنې په هکله تر اوسه څه شوي؟ د جګړې معرفت شناسۍ باندې کله خبرې شوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دې چې هر افغان ورسره کلونه¬کلونه ژوند کړی او تر اوسه ورته روښانه ځواب نه دی ویل شوی.

څه به وشي؟

آیا روانه څلوېښت کلنه جګړه نشي کولای چې د دقیقو راپورونو له مخې د جګړې د ژورنالیزم اساس کېږدي؟ موږ غواړو د افغانستان جګړې د ژورنالیزم تعریف مطرح کړو، د افغانستان د جګړې ژورنالیزم باید وده وکړي. د جګړې نظریه او په فرهنګي او علمي بڼه د جګړې اړوند یوه فکري مجموعه چې د ولس روښانه نسل لپاره د دوي په منطق د شوې جګړې د ضرورت پوښتنو ته ځواب ووايي. د جګړې مطالعه به ډېری په جګړه ښکېل وګړي را بدل کړي او د جګړې د ضرورت او انتخاب منطق به لمن ټوله کړي. پر جګړې د پوهېدنې لپاره هېڅ ډول محدودیت معقول او د منلو وړ نه دی، په دغه ځای کې هر محدودیت کېدلی شي د جګړې یوه بله ناضروره او ککړه پرده واوسي. د جګړې د مطالعاتو بنسټونه او په لویه کې هغه مباحث را پیل شي چې د هرې مسئلې د حل لارې چارې پرته له تاوتریخوالي او جګړې په انساني وضعیت او عقلاني زمینه کې ګوري. لږ تر لږه دا د هر افغان حق به ورکړل شي او د ده په چاپېریال او ژوند کې د راپېښو واقعیتونو سلسله کې به دی هم دخیل وي. دی به وپوهېږي چې څه واقع شوي او څنګه واقع شوي. دی به له خپلې نه-ځانپوهېدنې یوه کلکه او جدي سطحه واړوي او پر یو آګاه وضعیت کې به واقع شي. د ده پر سر به د لوبو دغه ننداره وروستیو مرحلو ته ورسېږي.

څه اهداف لرو؟

روانه جګړه څنګه پیل شوې او څنګه پای ته رسیږي؟ د هر افغان حق دی چې دا پوښتنې ورته ځواب شي. هغه باید وپوهېږي چې ولې د خپل عمر لسیزې یې په جګړه کې تېر کړل او تر ننه دا قرباني ورکوي. موږ غواړو چې د جګړې په اړه د متن، انځور، یادښت، تبصرو، کیسو، راپورونو، تحلیلونو، بحثونو او نظرونو په ټولو اړخونو پوه شو. مونږ غواړو د دغې جګړې د پېژندلو لپاره بنسټیز او سیستماټیک کار وکړو. په دې خاوره کې هر څه کولی شي د دغې خطرناکې پدیدې د شتون په هکله نښې او اغېزې ښکاره کړي. هر څه د جګړې په هکله خبرې لري او مونږ باید د انساني ژوند د ښه کېدا په نیت دغو ټولو ته غوږ او پام وکړو. نن د جگړې ابېڅو مادي او واقعي څېره موندلې او هېڅ افغان انسان ترې په پناه کې نه دی پاتې. مونږ سره د جګړې په هکله خپل نظرونه شریک کړئ ترڅو یو لوی بحث ته ورسېږو او وپوهېږو چې جګړه څنګه پای ته ورسوو. که مو فلسفه لوستي وي، د جګړې فلسفي شننه کې مرسته وکړئ؛ که مو ارواپوهنه ویليووي، مرسته وکړئ چې د جګړې پر ارواپوهنې پوه شو او ورسره څېرمه د خشونت، نه زغم، نه منلو، تروریزم او تاویخوالي په مشترکو ارواپوهنیزو برخو وغږیږو. که ژونالیست یاست نو د جګړې د ژورنالیزم په اړه راسره مرسته وکړئ. که هنرمند یاست، د افغانستان د جګړې ترسیم به د بشري تاریخ تر ټولو هنرمندانه تخلیق وي، دا جګړه راسره رسمه کړئ. جګړې زمونږ په ژوند څه کړي؟ هر یو خپل زخم او درد په خبرو راولئ او پرېږدئ چې نوره زمونږ د انساني سالم دریځه لار بدله کړي او لا پسې ورکه شي. پر جګړې مسلط لوري د جګړې د څرنګوالي په باب کوم مدون لیدلوري لري؟ آیا سیاسي طرفونه، د جګړې دخیلې ډلې، د افغانستان دولت، بهرني جریانونه او ورته شخصیتونه د جګړې په اړه تدوین شوې نظریه، د جګړې د ختمولو لارې چارې، دلایل، بحث او تبصرې لري؟ نن د افغانستان ځوان او روښانه نسل له دوي څخه پوښتي چې د کومې طرحې په اساس یې کوم آرماني وضعیت ته د رسېدو لپاره له جګړې پرته بله لاره معقول نه لیده. دا خلأ یو شرموونکی دریځ ښيي چې په زښتې سطحي کچې د افغان انسان په چاپېریال کې د ګډوډۍ جوړولو پرېکړې شوې دي او دی ننګول شوی. په زښت بې¬باکه او غیرمسؤلانه ډول وژل شوی او نسلونو په همدې روحیه تربیت اخيستی.

×

لاسنیوی | همکاري | کاري بلنه

کاري بلنه

له موږ سره ګډ کار وکړئ! که تاسو هرڅوک او په هره کچه یاست، د جګړې د مطالعاتو په هکله له مونږ سره کار کولی شئ. نو که د جګړې په اړه په دغه مطالعاتي پروګرام کې د کار کولو علاقه لرئ، له موږ سره اړیکه ونیسئ او برخه واخلئ.

همکاري

د دې لپاره چې دغه پروګرام پراخ او هراړخیز لوست ته ژمن دی، د جګړې اړوند هره پاتې نښه مرسته کولی شي تر څو دا پدیده بې ابهامه وپېژندل شي. لیکنې، تبصرې، انځورونه، راپورونه، ویډیوګانې، یادښتونه، خاطرې، طرحې، نظریات، او اړوندې تجربې مو له مونږ سره شریکې کړئ.

مستندات مو مونږ سره راګډ کړئ او په دغې مطالعه کې راسره په دې ډول پراخه برخه واخلئ. مونږ اړ یاستو چې د جګړې پورې تړلې ټولې پېښې او نښې ولولو او د دغې شومې پدیدې تعریف ترې راوباسو. تاسو په خپل چاپېریال کې د جګړې هره نښه چې وینئ له مونږ سره په هکله خبرې کولی شي.

یادښتونه او خاطرات مو ولیکئ او د خپلې سمیې او پخپل ژوند کې د جګړې روایت راته ووایاست. د نورو انسانانو د ژغورنې په موخه په عامه پوهاوي کې مرسته وکړئ. هغه انسانان چې قرباني یې ورکړې، د نورو انسانانو د ژغورنې لپاره پوره عبرت دی. د همکارۍ له مخې د خپلې خاورې د انسان د ژغورنې لپاره ژمن پاتې شئ.

لاسنیوی

د ټولو هغو انسانانو چې له جګړې څخه کرکه او نفرت لري او هېڅ کله یې نه مني، دغه ارمان ته د رسېدو لپاره د مالي مرستې غوښتنه کېږي. دا لړۍ همغه ده چې سوله خوښوونکي انسانان یې ملاتړي دي او زمونږ په دې هکله له تاسو د مرستې هیله ده.

×

د انسان مجلې پیغام

مونږ د طبیعت او وجودي جوړښت له مخې او الهي خلقت په اساس د بشري کورنۍ غړي پیدا شوي یو. زمونږ لومړنۍ څوکولي (هویت) زمونږ د رنځونو د ګډوالي تابلو ده. ټول د یو بل په کړاو کړېږو. د وجدان غږ مو د یو بل ژغورنې لور ته را بولي او په هېڅ منطق د انساني نسل¬وژنې او ځورېدنې په پېښو بې اغېزو نه شو پاتې کېدای.

د جګړه¬ایزو دودونو څخه مو کرکه همغومره سالمه او انساني ده چې د سولې او عدالت لپاره مو رسالت واضح دی. مونږ د ټول بشریت سره د همځېلۍ په حکم د یوې حلقې غړي او یو ډول انسانان یو. زمونږ انساني رسالت راته وايي چې د هرې جګړې او هر ډول تاوتریخوالي د محو کولو لپاره خپله ونډه وساتو. په دغه انساني چوکاټ کې هېڅ تور او سپن، مشر او کشر، نر او ښځه، شتمن او ناشتمن سره توپیر نه لري او هېڅوک له دغه انساني نظره د جګړې سزاوار نه دي.

د نړۍ د شته دکترینو ستر دریځ د بشر ژغورنه او وړتیا لوړول دي چې په هر مکتب او منطق زښت سپېڅلی هدف دی. انساني کورنۍ ته په بشپړ درناوي دا یادونه کوو چې د انسانیت په مذهب کې دا مکلفیت ټولو بشري غړو ته راجع دی چې له جګړې او تاوتریخوالي څخه د انسان په ژغورنه کې برخه واخلي.

د لومړني پيغام د لوستو په اړه دا ځای کېکاږئ
×

لیک را واستوئ

اړینې برخې*

د اړیکو مالومات

که نظر لرئ، تبصره لرئ، همکاري کوئ، او یا هم غواړئ زموږ له کارونو خبر شئ؛ نو موږ هم علاقه لرو چې له تاسو یې واورو.
مهرباني وکړئ د لاندې اړیکو په مرسته راسره شئ